افغاني سرې میاشتې د ټولنیز ګډون له امله د کویډ ۱۹ د ګواښ په اړه د پوهاوي ورکشاپونه پیل کړل!

arcs_website_admin
Sat, Dec 25 2021 11:08 AM
آغاز ورکشاپ نقش جوانان و رضاکاران در  اطلاع رسانی و آگاهی دهی در مورد کوید ۱۹!

د ټولنیز ګډون له امله د کویډ۱۹ د ګواښ په اړه د پوهاوي ورکشاپونه نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۴مه د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست، ننګرهار، کونړ او کندهار کې پرانیستل شول. د افغاني سرې میاشتې په مرکزي ریاست کې د ټولنیز ګډون له امله د کویډ ۱۹ د ګواښ په اړه د پوهاوي ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص په وینا پرانیستل شو.

ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ورکشاپ ګډون کوونکو او مېلمنو ته وویل، چې «دوی دې د کویډ ۱۹ په اړه لازم پوهاوی ترلاسه او د کویډ ۱۹ د را روانې احتمالي څپې پر وړاندې دې ولسونو ته لازم پوهاوی ورکړي؛ ترڅو له کویډ۱۹ سره مبارزه وکړای شي».

نوموړي وویل، چې «د نړیوال فدراسیون په مالي مرسته د کویډ۱۹ پر وړاندې د افغاني سرې میاشتې روانه هڅه به درې پړاوونه ولري، چې په لومړي پړاو کې به یې په کابل، ننګرهار، کونړ او کندهار کې د عامه پوهاوي فعالیتونه د رضاکارانو او د ټولنې خلک په ټاکل شویو ځایونو کې ترسره کوي. په ورپسې دویم پړاو کې به یې د امکاناتو په شتون کې په لسو ولایتونو کې د کرونا واکسین تطبیقېږي او په درېیم پړاو کې به د ګرځنده روغتیایي ټیمونو په ډول د روغتیا د ډیپارټمنټ پینځه بسونه د کرونا واکسین د هېواد په پینځه لویو ښارونو کې سر ته رسوي».

په دې پرانیست غونډه کې افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر ښاغلي نیسفوړ هم وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې له افغاني سرې میاشتې مننه وکړه، چې د کویډ۱۹ پر وړاندې د مبارزې هڅې کوي او ولسونه له احتمالي ګواښونو خبروي.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې د روغتیا رییس ښاغلي محمد سلیم بهرمند وینا وکړه او د ورکشاپ له ګډون کوونکو یې وغوښتل، چې په سمه توګه خپل مسوولیتونه درک او ترسره کړي.

له ټاکل شوي پلان سره سم له کابل سره هممهالي په ننګرهار، کونړ او کندهار ولایتونو کې هم د ټولنیز ګډون له امله د کویډ ۱۹ د ګواښ په اړه د پوهاوي ورکشاپونه پیل شوي، چې په څلور واړو ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې ۲۰۰۰ رضاکارانو ګډون کړی.

یاد ورکشاپونه به دوه ورځې دوام وکړي او له دوه ورځو وروسته به یاد ۲۰۰۰ کسان د عملي کار لپاره ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شي؛ تر څو د یاد ویروس د مخنیوي لارې چارې خلکو ته په اسانه او عام فهمه توګه ورسول شي.

Latest news

Sat, Oct 03 2026 4:20 PM
Background image

Balkh: AFN 3.87 Million Distributed to 224 Workers under Cash-for-Work Project

Saturday, October 3, 2026

 

The ARCS distributed AFN 3.87 million to 224 skilled and unskilled workers in the Khairabad area of Dawlatabad District, Balkh Province, as payment for. . .

Sat, Oct 03 2026 5:46 AM
Background image

Nangarhar: Thousands of Patients Receive Health Services Over the Past Month

Saturday, October 3, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 36,330 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Fri, Oct 02 2026 2:52 PM
Background image

Kunar: AFN 4 Million Retaining Wall Project Begins

Friday, October 2, 2026

 

The ARCS has launched a cash-for-work project worth AFN 4 million in Bedad village of Dangam District, Kunar Province.

The project will involve the. . .

BACK TO NEWS