د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د مرکزي ریاستونو د مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

arcs_website_admin
Thu, Oct 09 2025 2:50 PM
د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د مرکزي ریاستونو د مسئولینو سره مشورتي ناسته وکړه

پنجشنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام او د مرکزي ریاستونو د مسئولینو  ترمنځ په مرکزي ریاستونو، زونونو او ولایتي نماینده ګیو کې د چارو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل په موخه مشورتي ناسته وشوه.
ناسته کې په کابل، هرات، نورستان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د افغاني سرې میاشتې پر ملکیتونو د پانګونې، ځانګړې اونۍ ته د چمتووالي، زونونو کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د متخصصو روغتیاپالانو د ګمارنې، د اتصالاتو مخابراتي شرکت او افغاني سرې میاشتې تر منځ د بشري مرستو د جلب لپاره د ګډ بانکي حساب د جوړولو او اعلاناتو په اړه د تفاهم لیک، حاضرۍ ته د کارکوونکو پر پابندۍ بحث او خبرې وشوې او د یادو موضوعاتو برخه کې لازمې پرېکړې هم وشوې.

Latest news

Wed, Mar 18 2026 7:20 PM
Background image

Uzbekistan Hands Over 250 Tons of Humanitarian Aid to ARCS

Wednesday, March 18, 2026

Uzbekistan handed over 250 tons of food and non-food humanitarian aid to the ARCS in Balkh Province.
The assistance was handed over during an official. . .

Wed, Mar 18 2026 7:13 PM
Background image

Nuristan: 215 Students Graduate from Training Center

Wednesday, March 18, 2026

A total of 215 male and female students graduated from the ARCS Youth and Volunteers Training Center in Nuristan Province after successfully completing three. . .

Wed, Mar 18 2026 4:10 PM
Background image

Supporting Vulnerable Families in Badakhshan: ARCS Distributes Cash Aid to 50 Families

Wednesday, March 18, 2026

The ARCS, with support from the Danish Red Cross, distributed 525,000 Afghanis in cash assistance to 50 vulnerable families in District 3 of Fayzabad city,. . .

BACK TO NEWS