کاپیسا ولایت کې له سېلاب ځپلې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه!

کاپیسا ولایت کې له سېلاب ځپلې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه!
نن جمعه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۱مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله له هغې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه چې استوګنځى يې په بشپړ ډول تخريب شوى وه.
په مرسته کې یوه خېمه، ۱ ترپال، ۷ کمپلې، ۱ سیټ د پخلنځي توکي او ۲ د اوبو بوشکې شاملې وې.