د افغاني سرې میاشتې مرستيال  د مرکزي دفتر، زونونو او ولايتي څانګو د مسٸولينو په روزنيز ورکشاپ کې ګډون وکړ!

arcs_website_admin
Mon, Dec 16 2024 10:52 AM
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستيال  د مرکزي دفتر، زونونو او ولايتي څانګو د مسٸولينو په روزنيز ورکشاپ کې ګډون وکړ!

نن دوشنبه د جمادي الآخر میاشتې پر ١۴مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د سازماني ظرفيت ارزونې تر عنوان لاندې د پنځه ورځني روزنيز ورکشاپ دويمه ورځ د سرې مياشتې د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن او د سکرتر جنرال د عملياتي مرستيال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت په ويناوو سره پيل شو.
ښاغلي عزيز الرحمن په خپلو څرګندونو کې د ياد ارزښتمن او ګټور ورکشاپ پر ارزښت د خبرو ترڅنګ ګډونوالو ته د هغوى د کاري مسٸوليتونو په تړاو لازمې لارښوونې وکړې او له دوى يې غوښتنه وکړه څو له دې فرصت ښه استفاده وکړي.
ورپسې ښاغلي ثابت د افغاني سرې مياشتې د فعاليتونو او چارو په ترسراوي کې د اووه ګونو بنسټيزو اصولو پر اهميت رڼا واچوله او په ورکشاپ کې د خپل منځي بحثونو او د سازماني ظرفيت ارزونې لپاره د ترسره کېدونکو ګروپي کارونو پر ارزښت يې هر اړخيزې خبرې وکړې او ددې بحثونو  نتايج يې د افغاني سرې مياشتې د راتلونکو برنامو او پلانونو لپاره مهم وبلل.

یاد ورکشاپ کې به د افغاني سرې مياشتې د سازماني ظرفيت ارزونې او تصديق په اړه بېلابېل خپل منځي بحثونه ترسره او د نتايجو په اړه يې لازمې پرېکړې وشي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 10:09 AM
Background image

Kabul: ARCS and Japanese Red Cross Emphasize Continuation of Humanitarian Cooperation

Thursday, October 1, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, held an online meeting with Mr. Yasuo Tanaka, Special Representative for International. . .

Thu, Oct 01 2026 5:47 AM
Background image

Uruzgan: Thousands of Patients Receive Health Services Over the Past Month

Thursday, October 1, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,137 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Wed, Sep 30 2026 2:25 PM
Background image

Kunar: AFN 3.4 Million Retaining Wall Project Begins

Wednesday, September 30, 2026

 

The ARCS has launched a retaining wall construction project worth AFN 3.4 million in Baharabad village of Sarkani District, Kunar Province.

Through. . .

BACK TO NEWS