میدان وردګ!
د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې، نن پنجشنبه د ربیع الاول د میاشتې پر ۱۳ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوراکي توکو مرسته، چې د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ د ملک سلمان خیریه مرکز له لوري چمتو شوې وه، پر ۵۰۰ بېوزله او اړمنو کورنيو ترسره شوه.په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کيلو اوړه، ۵ کيلو وریژې، ۵ کيلو غوړي، ۵ کيلو لوبیا، ۵ کيلو بوره او ۲ کيلو خرما شامل وو.


