دایکندی!
د دایکندی ولایت د افغاني سرې میاشتې دوه ګرځندو روغتیایي ټیمونو نن شنبه د صفر په ۱٦ مه، د پاتو او سنګتخت بندر ولسوالیو لرې پرتو سیمو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه حرکت وکړ.د یادونې وړ ده چې د یادو سیمو وګړي روغتیایي مرکزونو ته لاسرسى نه لري او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
