فراه!
د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایي ټیم د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو کې له تیرې یوې اونۍ راهیسې ټولټال ۹۸۷ تنه وګړو ته روغتیایي خدمات ترسره کړي، چې په کې د ۴۶۸ تنو معاینات شوي، ۱۰۸ تنو پانسمان شوی، ۵۵ تنه ښځینه و ته د ولادت په برخه کې خدمات ترسره شوي همدا راز ۳۱ تنه کوچنیانو ته بېلابېل ډول واکسینونه تطبیق شوي او ۳۲۵ وګړو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
