د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
Sat, Nov 05 2022 7:01 AM
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الثاني پر ۸مه د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي ښاغلي دکتور سعیدالعیاش سرپه خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه. د ناستې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومی رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دکتور سعید العیاش ته ښه راغلاست ووایه او د پېښځپلو د لاسنیوي په برخه کې یې د هغوی له مرستو او ژمنو مننه وکړه.ورپسې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ( ۴۷۴۰۰) بستې خوراکي توکي وېشي، ترڅنګ یې ددې مرستې سربېره په نېږدې راتلونکي کې د لا ډېرو مرستو چمتو کولو ژمنه هم وکړه.د لیدنې په پای کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس نوموړي ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې مرستې به یې په شفافه او عادلانه توګه پر اړمنو او پېښځپلو کورنیو ووېشل شي.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره لیدنه ترسره کړه!

 

Latest news

Sat, Oct 03 2026 5:46 AM
Background image

Nangarhar: Thousands of Patients Receive Health Services Over the Past Month

Saturday, October 3, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 36,330 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Fri, Oct 02 2026 2:52 PM
Background image

Kunar: AFN 4 Million Retaining Wall Project Begins

Friday, October 2, 2026

 

The ARCS has launched a cash-for-work project worth AFN 4 million in Bedad village of Dangam District, Kunar Province.

The project will involve the. . .

Fri, Oct 02 2026 1:53 PM
Background image

Farah: ARCS Futsal Team Wins Delaram Provincial Cup

Friday, October 2, 2026

 

The ARCS Farah Provincial Branch futsal team won the Delaram Provincial Cup after delivering an outstanding performance in the tournament final.

In the. . .

BACK TO NEWS