اطلاعیه!

په پام کې ده افغاني سره میاشت د اطلاعاتو او خپرونو ریاست اړوند د ۱۴۰۱ لمریز او ۱۴۴۴ سپوږمیز کال پېنځه ډوله کلیزې د چاپ په موخه له نمونې سره سم داوطلبۍ ته وسپاري، نو ټول هغه شرکتونو او چاپي مطبعې، چې په دې برخه کې فعالیت ترسره کوي؛ کولای شي د شرط پاڼې او آفر د ترلاسه کولو په موخه خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې د لوژیستیک او تدارکاتو ریاست ته وسپاري او خپله دې د خبرتیا له خپراوي وروسته تر ۱۴ ورځو پورې مراجعه وکړي، د ګډون د حق پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي چې نغدې اخستل کېږي. پته: افشار، سیلو د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر