۱۸۰ تنه ځوانان د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو په لیکه کې شامل شول!

arcs_website_admin
Wed, Apr 06 2022 7:42 AM
180 تن جوانان به صف رضاکاران جمعیت هلال احمر افغانی پیوستند!

نن چهارشنبه د رمضان المبارک میاشتې پر ۴ مه ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر۱۷ مه نېټه ۱۸۰ تنه ژمن ځوانان د رضاکارۍ د ښوونیزې دورې، چې د تیرکال د کب میاشتې له ۱۵ تر۲۱ نېټې یې د بشري ارزښتونو، لومړنیو روغتیایي مرستو او نشراتي زده کړو ورسته پایته رسولې وه نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورته تصدیق پاڼې او رضاکارۍ کارتونه ووېشل شول.

کومه غونډه چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تالار کې جوړه شوې وه، د افغاني سرې میاشتې د عمومي سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري رضاکارانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته د اسلام مبین مبارک دین له نظره د رضاکارۍ په اړه هراړخیزه وینا وکړه او رضاکاري یې د هغوی لپاره یو مسوولیت وبللو همدارنګه د هر یو یې د سرې میاشتې د اووه ګونو اصولو په پام کې نیولو او تبعیض پرته کړنو ته متوجه کړل.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د داخلي تفتیش رییس ښاغلي مولوي محمد نسیم احمدي، د اسلام مبارک دین له نظره د رضاکارۍ ځای تشریح کړ، همدارنګه ورپسې د ځوانانو او رضاکارانو د ریاست سرپرست ښاغلي محمد شفیع جمال د دې ادارې د فعالیتونو په اړه مالومات وړاندې کړل، په پای کې غونډه د تصدیق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد ه.

د یادونې وړ ده، چې نويو رضاکارانو له پخوانیو رضاکارانو سره څنک په څنک د رضاکارۍ د ویاړ د ترلاسه کولو په موخه د مرکزي دفترد چاپیریال د پاکوالي لپاره عمومي حشر( ګډکار) کې ګډون وکړ.

 

180 تن جوانان به صف رضاکاران جمعیت هلال احمر افغانی پیوستند!

 

180 تن جوانان به صف رضاکاران جمعیت هلال احمر افغانی پیوستند!

 

180 تن جوانان به صف رضاکاران جمعیت هلال احمر افغانی پیوستند!

 

Latest news

Fri, Oct 02 2026 2:52 PM
Background image

Kunar: AFN 4 Million Retaining Wall Project Begins

Friday, October 2, 2026

 

The ARCS has launched a cash-for-work project worth AFN 4 million in Bedad village of Dangam District, Kunar Province.

The project will involve the. . .

Fri, Oct 02 2026 1:53 PM
Background image

Farah: ARCS Futsal Team Wins Delaram Provincial Cup

Friday, October 2, 2026

 

The ARCS Farah Provincial Branch futsal team won the Delaram Provincial Cup after delivering an outstanding performance in the tournament final.

In the. . .

Thu, Oct 01 2026 10:09 AM
Background image

Kabul: ARCS and Japanese Red Cross Emphasize Continuation of Humanitarian Cooperation

Thursday, October 1, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, held an online meeting with Mr. Yasuo Tanaka, Special Representative for International. . .

BACK TO NEWS