هرات؛ ۸۹ راستنو شویو مېرمنو ته د ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو اړوند وسایل ووېشل شول

arcs_website_admin
Tue, Oct 20 2026 9:05 AM
H

سې شنبه، ۸ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار د بېلابېلو ناحیو او د انجیل او ګذره ولسوالیو ۸۹ راستنو شویو مېرمنو ته د ځان‌ بسیاینې په موخه د ۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچنیو کاروبارونو اړوند وسایل ووېشل شول.

یاد وسایل د اتریش او ډنمارک سرو صلیبونو په ملاتړ چمتو شوي وو، چې پکې د خیاطۍ، وړۍ او غالۍ اوبدلو، شیریني پخولو، مهره‌ دوزۍ، ګلدوزۍ، خامک‌ دوزۍ، لبنیاتو پروسس او یو شمېر نورو حرفو اړوند وسایل شامل وو.

ددې پروګرام له مخې، هرې مېرمنې ته د ۳۲ زره افغانیو په ارزښت توکي او وسایل پېرل شوي دي.

تمه ده، چې دغه مرسته به د یادو مېرمنو لپاره د عاید دوامداره سرچینې برابرې او د خپلو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

افغاني سره میاشت د راستنو شویو کورنیو او اړمنو مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا او د دوامدار عاید د برابرولو په موخه د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ پروګرامونو ته دوام ورکوي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 5:54 AM
Background image

Panjshir: Health Services Provided to Thousands of Patients Over the Past Month

Wednesday, October 21, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 4,534 outpatients (OPD) across various districts and villages in. . .

Tue, Oct 20 2026 9:07 AM
Background image

Herat: Equipment for Small Businesses Worth AFN 2.8 Million Distributed to 89 Returnee Women

Tuesday, October 20, 2026

 

The ARCS distributed equipment for small businesses worth AFN 2.8 million to 89 returnee women from various districts of Herat city and the districts of. . .

Tue, Oct 20 2026 6:00 AM
Background image

Kabul: Eight VSD Surgeries Performed at the ARCS Cardiac Hospital

Tuesday, October 20, 2026

 

Eight children with ventricular septal defects (VSD), a hole in the wall separating the heart’s lower chambers, underwent surgery at the ARCS Cardiac. . .

BACK TO NEWS