کابل؛ افغاني سرې میاشتې له اتریش او ډنمارک سرو صلیبونو سره د بشري همکاریو په اړه خبرې وکړې

arcs_website_admin
Sat, Oct 17 2026 10:56 AM
K

شنبه، ۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو له استازو سره په کتنه کې د بشري مرستو، د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د راستنېدونکو افغان کډوالو د ځان‌ بسیاینې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د اتریش د سره صلیب د نړیوالې همکارۍ څانګې مشر ښاغلي والټر هایک، د ډنمارک د سره صلیب د آسیا او اروپا برخو مرستیال ښاغلي فابریس وان ده پوت، په افغانستان کې د اتریش د سره صلیب د پروګرامونو مسؤول ښاغلي کریسټوفر باکټروګ او په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مشر ښاغلي محمد الشمع ګډون کړی و.

ښاغلي دلاور مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په سختو حالاتو کې یې د افغان ولس د ملاتړ او بشري مرستو له امله له دوى څخه مننه وکړه. نوموړي په ځانګړي ډول د کونړ د زلزلې پر مهال د دوی بشري مرستې وستایلې او ویې ویل چې د تېرو څو لسیزو ناخوالو له امله ګڼ شمېر افغانان له ستونزو سره مخ دي او پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي، بشري او ښوونیزو خدمتونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د اړمنو کورنیو اړتیاوې زیاتېږي او د هغوی د ملاتړ لپاره باید لازمې مرستې برابرې شي. هغه ډاډ ورکړ چې د افغاني سرې میاشتې له لارې مرستې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته رسېږي.

په ورته مهال ښاغلي هایک د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه او فعالیتونه وستایل او د اتریش د سره صلیب د روانو پروګرامونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل چې د اتریش د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ او د اتریش او ډنمارک د سرو صلیبونو په تخنیکي همکارۍ، د ۲۰۲۵ میلادي کال له پیل څخه د ۲۰۲۷ کال تر جون میاشتې پورې د افغاني سرې میاشتې له لارې په هرات، غور او ننګرهار ولایتونو کې د درېیو ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کېږي.

د نوموړي په وینا، د ۱۴۰۰ بې‌ سرپرسته مېرمنو لپاره هم د معیشت د پیاوړتیا پروګرامونه پلي کېږي، چې له مخې یې هغوی ته حرفوي زده‌کړې ورکول کېږي او د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو زمینه ورته برابریږي. هغه د رواني روغتیا او رواني ـ ټولنیز ملاتړ د خدمتونو د دوام یادونه هم وکړه.

ښاغلي هایک همدا راز د اوږدمهاله همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د اتریش او ډنمارک سره صلیبونه پلان لري په ګډه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ځان‌بسیاینې لپاره په نږدې راتلونکي کې نوې پروژه پیل کړي، څو هغوی وکولای شي پر خپلو پښو ودرېږي او د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

د ډنمارک د سره صلیب د آسیا او اروپا برخو مرستیال وویل، چې د ډنمارک سره صلیب د خپلو بشري فعالیتونو لپاره پنځه کلنه ستراتیژي جوړه کړې چې افغانستان پکې مهم ځای لري. نوموړي ډاډ ورکړ چې دوى به له افغاني سرې میاشتې سره د تېر په څېر خپلو بشري همکاریو ته دوام ورکړي.

Latest news

Sat, Oct 17 2026 12:08 PM
Background image

Kabul: ARCS Holds Talks with Austrian and Danish Red Cross Societies on Humanitarian Cooperation

Saturday, October 17, 2026

 

Sheikh-ul-Hadith Shahabuddin Delawar, General President of the ARCS, and Vice President Hafiz Azizur Rahman met with representatives of the Austrian Red. . .

Sat, Oct 17 2026 10:04 AM
Background image

Kabul: Ten-Day Internal Audit Training Workshop Launched

Saturday, October 17, 2026

 

The ARCS has launched a ten-day training workshop titled “Internal Audit and Inspection” at its central headquarters to enhance the professional skills of. . .

Fri, Oct 16 2026 3:29 PM
Background image

ARCS Special Week: Fundraising Campaign Launched

Friday, October 16, 2026

 

With the start of the ARCS Special Week, the Society’s staff, volunteers, and members of its provincial assemblies have launched a fundraising campaign by. . .

BACK TO NEWS