بادغیس کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانال جوړولو پروژه پیل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۱
Bd

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند د باغک په کلي کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي په موخه د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال د جوړولو چارې پیل شوې.

د پروژې له مخې به ۱۵۰ متره اوږد او ۱.۹ متره لوړ د اوبو کانال جوړ شي، چې چارې به یې د ۲۰ کاري ورځو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پروژې د پلي کېدو پر مهال به ۱۲۰ تنه مسلکي او غیرمسلکي محلي کاریګر په دندو وګومارل شي، چې له امله به یې د سیمې یو شمېر خلکو ته د لنډمهالې کارموندنې زمینه هم برابره شي.

دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي، چې موخه يې د سېلابونو له زیانونو څخه د خلکو د کرنيزو ځمکو ساتنه او د سیمې خلکو د معیشت ملاتړ دى.

افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو ترڅنګ، د ټولنو د مقاومت وړتیا د پیاوړتیا لپاره هم دوامداره هڅې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه استفاده معقول از ادویه برای تیم‌های صحی سیار آغاز شد

شنبه، ۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه‌ای تحت عنوان "استفاده معقول از ادویه" برای داکتران و فارمسستان تیم‌های صحی سیار، در دفتر مرکزی هلال‌احمر افغانی آغاز شد.

این ورکشاپ که. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۴۲
Background image

سرپل؛ در یک ماه گذشته به مشکلات صحی هزاران بیمار رسیدگی شده است

شنبه، ۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت سرپل، برای ۵۱۹۰ بیمار سراپا خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۸
Background image

ارزگان؛ به یک خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی، مواد غیرخوراکی مساعدت شد

پنجشنبه، ۴ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به یک خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی در ولایت ارزگان، مواد غیرخوراکی مساعدت نمود.

در این کمک، به‌منظور تأمین نیازهای عاجل خانواده یادشده،. . .

BACK TO NEWS