میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
M

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۵.۸ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۱۰ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، ۸۰۰ ګرامه رُب، نیم کیلو شین چای او نیم کیلو بسکوېټ شامل وو.

دغه مرسته د راستنېدونکو او بې‌ سرپرسته کورنیو د لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، څو د هغوی پر اقتصادي ستونزو تر یوه بریده د فشار کچه راکمه شي.

افغاني سره میاشت د خپلو بشري پروګرامونو له لارې هڅه کوي، څو راستنېدونکو کډوالو، بې‌ سرپرسته او نورو اړمنو کورنیو ته پر وخت مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۵:۱۳
Background image

میدان وردک؛ ۲۴.۳ تُن مواد غذایی برای ۳۲۱ خانواده عودت‌کننده و بی‌سرپرست توزیع شد

پنج‌شنبه، ۲۳ محرم ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی ۲۴.۳ تُن مواد غذایی را به ۲۸۰ خانواده عودت‌کننده و ۴۱ خانواده بی‌سرپرست در میدان شهر، مرکز ولایت میدان وردک توزیع نمود.

این کمک که با حمایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۸:۴۶
Background image

بامیان؛ ورکشاپ دو روزه ارتقای ظرفیت برای ۲۳ تن از کارکنان و رضاکاران به پایان رسید

چهارشنبه، ۲۲ محرم ۱۴۴۸

ورکشاپ دو روزه ارتقای ظرفیت که از سوی هلال‌احمر افغانی برای ۲۳ تن از کارکنان و رضاکاران نمایندگی این نهاد در ولایت بامیان برگزار شده بود با توزیع تصدیق‌نامه‌ها. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل؛ درباره تأمین ادویه برای بیماران قلبی و روانی گفت‌وگو صورت گرفت

چهارشنبه، ۲۲ محرم ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، در دفتر کاری خویش با شماری از تاجران ازبکستانی درباره تأمین ادویه مورد نیاز بیماران قلبی و روانی. . .

BACK TO NEWS