تخار؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي
یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د تخار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۰۲۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د ټپونو د پانسمان، د واکسینونو د تطبیق، د خوارځواکۍ د درملنې، له زېږون مخکې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او د کورنۍ د تنظیم خدمتونه وړاندې کړي دي. همدارنګه ۵۹۳۴ ناروغانو ته لازمې روغتیايي مشورې هم ورکړل شوې دي.
