کندهار؛ د پولیو د مخنيوي پروګرام او لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختيا په اړه خبرې وشوې
یکشنبه، ۱۹ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال له یو شمېر نړیوالو کاري شریکانو سره د پولیو د له منځه وړلو پروګرام، لومړنیو روغتیايي خدمتونو او بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کندهار زون رئیس الحاج مولوي عبدالصمد ثاني، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ډاکټر حسام فیصل، د ګیټس بنسټ د نړیوال پرمختګ د څانګې مشر ډاکټر کریس الیاس او د آسیا ـ پاسفیک حوزې لپاره د دغه بنسټ مشرې اغلې انا ماریا ګوزمان هم ګډون درلود.
د ناستې پر مهال د پولیو ناروغۍ د مخنیوي واکسین د تطبیق بهیر، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړول، د صحي مرکزونو د ظرفیت پیاوړتیا ، د روغتیایي خدمتونو پراختیا او د بشري مرستو د اغېزمنتیا په اړه تفصیلي بحثونه وشول.
ګډونوالو د روغتیايي خدمتونو د لا پراختیا، د پولیو ناروغۍ مخنیوي واکسین د پروګرام اغېزمنتیا، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د اړمنو خلکو لپاره د دوامدارو روغتیايي اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
دواړو لورو د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو همکارانو ترمنځ د دوامدارو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا، د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې او د اړمنو خلکو لاسنیوی به د ګډو هڅو مهم لومړیتوبونه وي.
