د افغاني سرې میاشتې مرستیال د بلخ او سمنګان د اوبو پروژې د پرانیستې لپاره مزار شريف ته ورسېد

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۱۲
L

دوشنبه، ۱۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلی حافظ عزیز الرحمن د بلخ او سمنګان ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو د پروژو د پرانیستې په موخه مزارشریف ښار ته ورسېد.

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به د خپل سفر په لړ کې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د څاه‌ ګانو د بیا رغونې پروژې پرانېزي، چې موخه یې د سیمې اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د لاسرسي ښه‌ والی دی.

یادې پروژې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په هدف پلي کېږي او تمه ده، چې د عامې روغتیا د وضعیت په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

سربېره پر دې، نوموړی به د خپل سفر په لړ کې د شمال زون اړوند د نمایندګیو له بېلابېلو څانګو او فعالیتونو څخه لیدنه وکړي، څو موجودې ستونزې او نیمګړتیاوې و ارزوي او د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړي.

تمه ده، چې دغه سفر به د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د پیاوړتیا، همغږۍ او اغېزمنتیا په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۱:۵۹
Background image

کابل؛ هلال احمر افغانی بخاطر تداوی کودک مبتلا به بیماری چشمی مساعدت نقدی نمود

دوشنبه، ۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

به هدایت محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال احمر افغانی، برای یک کودک از ولایت تخار که به بیماری شدید چشم مبتلا بود، به‌منظور تداوی وی کمک نقدی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۵۲
Background image

کابل؛ معاون هلال احمر افغانی برای افتتاح پروژه‌های آب در بلخ و سمنگان به مزارشریف رسید

دوشنبه، ۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

محترم حافظ عزیزالرحمن، معاون هلال احمر افغانی، به‌منظور افتتاح پروژه‌های آب آشامیدنی صحی در ولایت‌های بلخ و سمنگان، وارد شهر مزارشریف شد.

قرار است وی در جریان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۲۰:۲۸
Background image

کابل؛ نمایشگاه پنج‌روزه بازاریابی تولیدات مشمولین هلال احمر افغانی افتتاح شد

دوشنبه، ۱۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

به ابتکار هلال احمر افغانی، نمایشگاه پنج‌روزه‌ای به‌منظور بازاریابی و حمایت از تولیدات خانواده‌های بی‌سرپرست و مشمولین داخلی مرستون مرکزی افتتاح گردید.

در. . .

BACK TO NEWS