غور؛ د څه باندې ٩۷۰۰ ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده
چهارشنبه، ٢٩ رمضان ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د غور ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٢٧٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٤٤٧٤ ناروغانو او مراجعینو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمات ترسره کړي دي.
