پکتیا؛ ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې
سې شنبه، ۲ رجب ۱۴۴۷
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې افغاني سرې میاشتې له ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره ۱۲ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو بوره، ۱۰ کیلو مالګه، ۳ کیلو نخود، ۳۵۰ ګرامه شیدې، ۲ کمپلې، ۵ کیلو د کالیو مینځلو پوډر، ۲ بوتله د لاس مینځلو شامپو، ۵ بوتله د لوښو مینځلو شامپو او یوه د ژمنیو توکو بسته ورکړل شوه.
دا مرسته د راستنو شوو کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د دوی د اساسي ستونزو د را کمولو په موخه ترسره شوه.
