غور؛ له ۱۰۰۰ وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۱۲ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افعاني سرې میاشتې له لوري د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ اړوند په ۱۷ بېلابېلو کلیو کې د "زراعت لپاره نغدي مرسته" پروژې تر چتر لاندې د وچکالۍ له امله له ۱۰۰۰ اغېزمنو شوو بزګرانو سره په ټوله کې پنځه ویشت میلیونه (۲۵،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هر بزګر ته ۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
