کندهار؛ له راستنو شوو کډوالو کورنیو سره درې نیم میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د ځان بسیاینې په موخه درې میلیونه او پنځه سوه زره (۳،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۳۵،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په یاد ولایت کې له ۶۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۶.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوې وه.