ننګرهار؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۴ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت نازيانو، کوز کونړ او ګوشتې ولسواليو پر هغو ۵ سېلاب ځپلو کورنیو په ټولیز ډول یو سل و پنځه زره (۱۰۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه چې څه موده وړاندې ورته د سېلابونو له امله ځاني زيانونه اوښتي وو.
مرسته کې ۲ کورنیو ته چې د کورنۍ غړو يې ژوند له لاسه ورکړى وه، هر يوې ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ او ۳ نورو هغو ته چې د کورنۍ غړي یې ټپیان شوي وو، هرې کورنۍ ته ۱۵،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.