تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!

تورخم کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول!
نن جمعه د شوال د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري پنډغالي کې پر ۱۵۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ۱۵۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې پکې ورېجې، غوښه، الوګان، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.