کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د نبوي سیرت ازموینې پایلې اعلان شوې
سې شنبه، ۲۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو د نبوي سیرت د ورځنیو زده کړو د ارزونې په موخه اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان شوې او ممتازو او لوړو نمرو ترلاسه کوونکو کارکوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، مرستیال يې حافظ عزیز الرحمن، د مقام سلاکارانو او د مرکزي دفتر رئیسانو او کارکوونکو، د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد عمومي رئیس مولوي محب الله مخلص او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی و.
د مراسمو د پيل وينا کې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد رئیس مولوي احمد نور حنیف وویل، د ازموینې موخه یوازې د کارکوونکو د دیني زده کړو ارزونه نه، بلکې د هغوی هڅول هم دي، څو خپلې دیني زده کړې پراخې او د رسول الله ﷺ سیرت او لارښوونې په خپل ورځني ژوند او کاري چارو کې عملي کړي.
نوموړي له کارکوونکو وغوښتل چې په دیني زده کړو کې فعاله ونډه واخلي او د اخلاص، صداقت، امانتدارۍ او ښه چلند له لارې خپل کاري مسؤولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل، د اسلامي ارزښتونو زده کړه او په ورځني ژوند او کاري چارو کې د هغو عملي کول د هر مسلمان مسؤولیت دی. نوموړي زياته کړه، د دیني زده کړو دوام او د نبوي سیرت مطالعه د کارکوونکو په فکري او اخلاقي روزنه کې مهم رول لري.
شيخ الحديث دلاور د دعوت او ارشاد ریاست د دیني زده کړو د دوامدار پروګرام ستاینه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې دغه ډول ښوونیز او روزنیز پروګرامونه لا پراخ او په منظم ډول تعقیب کړي.
ورپسې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد عمومي رئیس د دعوت او ارشاد د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي وویل، دعوت او ارشاد د اسلامي ټولنې د اصلاح، د دیني پوهې د لوړولو او د اسلامي ارزښتونو د خپرولو له مهمو وسیلو څخه دی.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي لارښوونو عملي کول د هر مسلمان فردي او ټولنیز مسؤولیت دی او د ادارو کارکوونکي باید خپل سیرت او کړنې د اسلامي شریعت له لارښوونو سره سمې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د کارکوونکو لپاره د نبوي سیرت د ورځنیو زده کړو پروګرام د دیني پوهاوي او اخلاقي روزنې په موخه دوام لري. د ازموینې په پای کې ممتازو او لوړو نمرو ترلاسه کوونکو کارکوونکو ته د هغوی د هڅونې په موخه ډالۍ ورکړل شوې.
