کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ترمنځ د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۵۷
K

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ناروې او ډنمارک سره صلیبونو او نړیوال مالي پراختیايي مرکز له استازو سره په ناسته کې د دغه مرکز د مالي خدمتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو سربېره د افغاني سرې میاشتې د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

شيخ الحديث دلاور د نړیوالو کاري شریکانو له دوامدارو همکاریو مننه وکړه او د مالي چارو د برېښنايي کولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل، د مالي سیستم عصري کول به د مالي چارو په چټکتیا، اسانتیا، حساب‌ ورکونې او روڼتیا کې مهم رول ولري او د معاشونو د ورکړې، مرستو د تنظیم، لګښتونو د ثبت او د مالي همکاریو د مدیریت چارې به لا منظمې کړي.

د ناروې سره صلیب او نړیوال مالي پراختیايي مرکز استازو د خپلو مالي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې له ملي ټولنو سره د مالي سیستمونو د پراختیا، مالي مدیریت د ښه والي او اداري ظرفیت د پیاوړتيا په برخو کې همکاري کوي.

په پای کې دواړو لورو د مالي سیستم د پیاوړتیا او د مالي چارو د لا اغېزمن، منظم او شفاف مدیریت لپاره د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۲:۴۳
Background image

کابل؛ درباره تقویت سیستم مالی هلال‌احمر افغانی با شرکای بین‌المللی گفت‌وگو صورت گرفت

سه‌شنبه، ۱۵ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، در نشستی با نمایندگان فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های ملی، صلیب سرخ ناروی، صلیب سرخ دنمارک و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۲:۳۵
Background image

نورستان و ننگرهار؛ ۴ میلیون و ۲۷۳ هزار و ۵۰۰ افغانی کمک نقدی به ۴۰۷ خانواده سیلاب‌زده توزیع شد

سه‌شنبه، ۱۵ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی در مجموع ۴ میلیون و ۲۷۳ هزار و ۵۰۰ افغانی کمک نقدی را به ۳۵۸ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در شهر پارون، مرکز ولایت نورستان، و ۴۹ خانواده در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۵۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ سه‌روزه آمادگی و پاسخ‌گویی اضطراری هلال‌احمر افغانی آغاز شد

سه‌شنبه، ۱۵ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

ورکشاپ مشورتی سه‌روزه به‌منظور تدوین چارچوب کاری آمادگی و پاسخ‌دهی اضطراری، به ابتکار ریاست خدمات صحی هلال‌احمر افغانی، با حمایت مالی فدراسیون بین‌المللی. . .

BACK TO NEWS