د افغاني سرې میاشتې ځانګړې اونۍ؛ د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوه
جمعه، ۴ جمادیالأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ په پیل سره، د دې ټولنې کارکوونکو، رضاکارانو او د ولایتي مجامعو غړو په بېلابېلو سیمو کې د اعانې ټکټونو د پلور له لارې د مرستو راټولولو لړۍ پیل کړه.
دغه ځانګړې اونۍ هر کال د میزان میاشتې له ۲۴ مې نېټې پیلېږي او موخه یې د سوداګرو، هټۍ والو، د نقلیه وسایطو له خاوندانو، دولتي کارکوونکو، زدهکوونکو او نورو خیرپالو هېوادوالو د مرستو راټولول دي.
راټولې شوې مرستې د اړمنو کورنیو د لاسنیوي، د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې، د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو د ملاتړ او د نورو بشري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کارول کېږي.
افغاني سره میاشت له ټولو خیرپالو هېوادوالو غواړي چې د اعانې ټکټونو په پېرلو سره د اړمنو کورنیو د لاسنیوي، د زړه سوري لرونکو ناروغو ماشومانو د درملنې او د بشري مرستو د پراختیا په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
