کابل؛ د ایکو پروژې د مالي او اداري مسؤول بست لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه
یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷
په کابل کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدماتو ریاست اړوند د ایکو پروژې د مالي او اداري مسؤول د خالي بست لپاره له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، چې ۳۰ نارینه نوماندانو پکې ګډون درلود.
ټاکل شوې ده، چې د تحریري ازموینې د پاڼو له ارزونې او تقريري ازموینې وروسته به د شفافیت او وړتیا پر بنسټ مخکښ نوماندان وټاکل شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د شفافو ازموینو له لارې وړ او مسلکي کسان جذب کړي، ترڅو د روغتیايي خدمتونو کیفیت لا پیاوړی شي.
