لغمان؛ تېره یوه میاشت کې څه باندې۷۸۰۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوې
دوشنبه، ۵ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۹۸۵ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۸۸۸ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
