کاپیسا کې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه
شنبه، ۲۷ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د بدراب درې د ببر خواجه کلي هغې کورنۍ ته، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
دغه مرسته د زیانمنې کورنۍ د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.
