د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ کابل کې ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۷:۴۰
K

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار د ۱۲مې او ۲۱مې ناحیو په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې او کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره یو نیم میلیون افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

تمه کېږي، یادې کورنۍ به د دغې نغدي مرستې په وسیله کوچني کاروبارونه پیل کړي، ترڅو خپلې ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې پوره او د ځان‌ بسیاینې پر لور ګام پورته کړي.

افغاني سره میاشت د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ له لارې راستنو شویو کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌ بسیاینې د زمینې برابرول خپل بشري مسؤولیت ګڼي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۸:۱۲
Background image

جوزجان کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له بشري مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار ۵۰۰ راستنې شوې کډوالې کورنۍ له بشري مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته، چې د ازبکستان هېواد له لوري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۷:۴۰
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ کابل کې ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار د ۱۲مې او ۲۱مې ناحیو په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د ځان‌ بسیاینې او کوچنیو کاروبارونو د پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

هلمند، بادغيس او نيمروز کې ۱۷ سېلاب ځپلو کورنيو سره بېړنۍ نغدي مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۳ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په سنګین، مارجې، نهر سراج، کجکي او ناوې ولسوالیو کې له ۸ کورنیو، د بادغیس ولایت په قادس، جوند، دره‌ بوم، بالامرغاب. . .

BACK TO NEWS