د دنمارک د سره صلیب او سرې میاشتې نماینده او مسؤل بجرین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستیال ملا نورالدین ترابي سره ولیدل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۵:۴۹
د دنمارک د سره صلیب او سرې میاشتې نماینده او مسؤل بجرین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستیال ملا نورالدین ترابي سره ولیدل!

نن د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د کب د میاشتې پر ۱۷مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نور الدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د دنمارک د سره صلیب او سرې میاشتې نماینده او مسؤل ښاغلي بجرین سره وکتل.

د یاد ملاقات موخه  د افغاني سرې میاشتې ټولنې او فدریشن لپاره  په کابل کې د دنمارک د استازي په حیث د ارباب شکر معرفي کول وو.

بجرین وویل مونږ پخوا د ناروې د سره صلیب له طریقه خپل فعالیتونه پرمخ بیول اوس غواړو د کارونو د لا ښه تنظیم په موخه د خپل استازي ښاغلي ارباب شکر له لارې خپل فعالیتونه پرمخ یوسو.

نوموړي وویل: مونږ د افغانستان بشري حالت او فقر درک کوو او د مخنیوي لپاره یې خپلې هڅې کوو،

 بجرین د دنمارک د سره صلیب له لوري د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه څخه د شفافو کړنو او شفافیت ته د ژمنتیا په هکله مننه او ترڅنګ یې د سرې میاشتې سره د اوږد مهاله همکارۍ ژمنه وکړه او ویویل: چې زمونږ لنډمهاله پروژې به د اوږد مهاله پروژو د بشپړولو لپاره کار وکړي.

بجرین یو ځل بیا  په خپلو خبرو کې د دنمارک د سره صلیب له همکارۍ او خواخوږۍ او د سرې میاشتې د مشرتابه د فساد په مقابل کې د عزم قدرداني وکړه او ویویل: چې مونږ به ستاسې شفافیت، کړنې او عزم ټولو ډونرانو ته ورسوو،

په پای کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملانورالدین ترابي د نوموړي د راتګ څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې یو ځل بیا د سرې میاشتې په ټولو کړنو کې د هر اړخیزه شفافیت ډاډ ورکړ.

 

 

 

د دنمارک د سره صلیب او سرې میاشتې نماینده او مسؤل بجرین د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستیال ملا نورالدین ترابي سره ولیدل!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۴۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د انجینرۍ دوو بستونو لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دوو بستونو (د ودانیو ډیزاین انجینر او د سروې او نقشه ‌بردارۍ انجینر) لپاره د وړ او مسلکي کسانو د ګومارنې په موخه له. . .

BACK TO NEWS