کاپیسا کې د راستنو شوو هېوادوالو پراخ لاسنیوی؛ پر ۱۰۰۰ کورنیو نږدې ۹۶ ټنه بشري مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۶:۴۲
کاپیسا کې د راستنو شوو هېوادوالو پراخ لاسنیوی؛ پر ۱۰۰۰ کورنیو نږدې ۹۶ ټنه بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۸ رجب ۱۴۴۷
 کاپیسا کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لاس له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ۹۵.۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
په مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو دال، ۱۲ کیلو مکروني، ۵ کیلو بوره، خامه غوښه، ۱.۶ کیلو رُب، ۶ بوتله د لوښو مینځلو شامپو، ۱ د حفظ الصحې بسته او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي چمتو شوي وو.
د مرستې د وېش په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ترڅنګ، د کاپیسا ولایت والي ښاغلي قاري احسان الله بریال، د نوموړي مرستیال شیخ الحدیث اسدالله سنان، د شمال لویدیځ مرکزي زون رئیس ښاغلي حافظ محمد مدني، د اړوندو نماینده ګیو رئیسانو او د یو شمېر نورو ادارو استازو ګډون درلود.
د یادې مرستې د وېش په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن راستنو شوو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته به خپل ژوند د خپلې خاورې په غېږ کې په آرامۍ او سوکالۍ سره تېر کړئ.
نوموړي وویل، افغاني سره میاشت د تل په څېر د بېوزلو او پېښځپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړه ده او د راستنو شوو هېوادوالو د ملاتړ او خدمت لپاره به ځانګړې هڅې ترسره کړي. ښاغلي مرستیال هیله څرګنده کړه، چې راستانه شوي هېوادوال به د خپل وطن په فضا کې د هجرت د کلونو ستړیاوې هېرې کړي او ژوند به یې دلته پر ځان بسیا او باثباته شي.
ښاغلي مرستیال ډاډ ورکړ، چې شته امکانات به په بشپړه توګه د راستنو شوو هېوادوالو د ملاتړ لپاره وکارول شي او تر وروستي حده به د هغوی د خدمت او آسانتیاوو برابرولو ته ځانګړي شي.
ورپسې د یاد ولایت والي، ښاغلي بریال د افغاني سرې میاشتې هڅې او دوامداره فعالیتونه د کډوالو د خدمت په برخه کې وستایل او ډاډ یې ورکړ، چې د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ به د بېرته راستنو شوو هېوادوالو د ملاتړ، خدمت او آسانتیاوو د برابرولو لپاره په ګډه کار وکړي.
د دې مرستې موخه د راستنو شوو هېوادوالو د بېړنیو او اساسي ستونزو را کمول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

زابل؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ۲۳ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۶۲۴ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS