د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس د قزاقستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصؤنیت له استازي سره وليدل.

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس د قزاقستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصؤنیت له استازي سره وليدل.
نن شنبه د ربيع الآخر پر ٢ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ القرآن والحدیث شهاب الدین دلاور د قزاقستان هېواد لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د غذایي مصؤنیت له استازي ښاغلي اِمري سره په خپل کاري دفتر کې د دوه اړخیزې همکارۍ په پار د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو خبرو کې د یاد سازمان له همېشنیو مرستو څخه د مننې او قدرداني ترڅنګ ښاغلي اِمري ته ډاډ ورکړ، چې ترسره کېدونکې مرستې به په شفافه بڼه تر اړمنو او مستحقو وګړو رسول کېږي.
دا راز ښاغلي دلاور د ژمي موسم په را رسېدو سره د بې وزلو وګړو د ستونزو زیاتوالي ته په اشارې له نوموړي غوښتنه وکړه، چې په یادو شرایطو کې د افغاني سرې میاشتې هر اړخیز ملاتړ وکړي، څو په ګډه د اړمنو وګړو د لاسنیوي جوګه شي.
ورپسې په قزاقستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي په خپلو څرګندونو کې په ډاګه کړه، چې تل به له افغاني سرې میاشتې سره د بې وزلو او اړمنو افغانانو د کړاوونو په راکمولو کې اوږه په اوږه ولاړ وي.