هرات؛ ۳۷ رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۳:۱۴
Hr

یکشنبه، ۲ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لویدیځ زون په کچه په هرات ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۷ تنه نارینه ناروغان تر بشپړې درملنې او روغېدو وروسته، د یوې غونډې په ترڅ کې خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د افغاني سرې میاشتې له لوري هر یوه روغ شوي شخص ته کورونو ته تر رسېدو پورې د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۵۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې.

په یاد مرکز کې اوس مهال ۱۱۶۴ تنه رواني ناروغان تر درملنې او پاملرنې لاندې دي، چې ۴۰۴ تنه یې داخلي او ۷۶۰ تنه نور له مرکز څخه بهر روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي.

افغاني سره میاشت د هېواد په شپږو زونونو؛ کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او کندز کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې پکې ناروغانو ته د درملنې، روغتیايي پاملرنې او مناسبې ساتنې خدمتونه وړاندې کېږي.

د رواني ناروغانو د درملنې ترڅنګ، د هغوی د انساني کرامت، رواني هوساینې او مناسبې پاملرنې لپاره د خوندي او منظم چاپېریال برابرول د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو له مهمو برخو څخه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۰
Background image

بامیان؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

سې شنبه، ۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د ولایتي څانګې په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد په برخه کې د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۲۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او کاري شریکانو ترمنځ د نوې کاري شېوې په اړه ناسته وشوه

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي عزت‌ الله امین په شتون کې د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

کابل؛ د متوسطې خوار ځواکۍ د څلور میاشتني پروګرام د پلي کېدو په موخه له ۱۱ مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

سه‌شنبه، ۲ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په استازیتوب د دې ادارې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د ۱۱ مؤسسو د استازو ترمنځ د متوسطې خوار ځواکۍ د. . .

BACK TO NEWS