د افغاني سرې میاشتې مرستیال له شمال لوېدیځ مرکزي زون څخه ليدنه وکړه
سهشنبه، ١٨ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د شمال لوېدیځ مرکزي زون رياست له روانو فعالیتونو، خدمتي جریان او اداري چارو ارزونه وکړه.
نوموړي د زون له اداري څانګو، ګودام او حاضرۍ له بهير د ليدنې ترڅنګ مسٸولينو ته د چارو د ښه تنظيم او پر وخت د ترسراوي په اړه هر اړخيزې لارښوونې وکړې او خلکو ته د غوره اسانتياوو پر برابرولو يې ټينګار وکړ.
