د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس د بولدک صفري نقطې او انځرګي له پنډغالي لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۳۰
سره میاشت

د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس د بولدک صفري نقطې او انځرګي له پنډغالي لیدنه وکړه!

د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو رئیس شیخ مولوي سید احمد بهرمند کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د زون له رئیس ښاغلي حاجي مولوي عبدالصمد ثاني او د نمایندګۍ له رئیس ښاغلي مولوي محب الله ایوب آخندزاده سره د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او هغوی ته  د ترسره کېدونکو خدماتو په اړه ناسته ترسره کړه.
 ناسته کې د زون، نمایندګۍ او د مرستونونو رئیسانو د انځرګي په پنډغالي کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او هغوی ته په غوره توګه د خدماتو پر وړاندې کولو بحث او خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، څو د پنډغالي د پاکوالي په موخه د ۲۰ تنه رضاکارانو د توظیف ترڅنګ یاد پنډغالي ته نورې خېمې هم ولېږدول شي. 
ورپسې د مرستونونو رئیس او مل پلاوي یاد پنډغالي ته د را ستنېدونکو کډوالو د بشري وضعیت د ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت، د کارکوونکو د هڅونې او راستنو شویو کورنیو سره د نږدې لیدنو په موخه سفر وکړ.
ښاغلي بهرمند په انځرګي پنډغالي کې له راستنو شویو کډوالو سره ولیدل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به یې د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۱۳
Background image

سرپرست عمومي رئیس، د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول سره کډوالو ته د بېړنیو مرستو په اړه وکتل

 

دوشنبه، ۲۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي سمیع الفخوري او مل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۱۴
Background image

بادغيس ولایت کې ٤٨٧ تنه زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوي دي

دوشنبه، ٢۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د بادغيس ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٤٨٧ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۴
Background image

کونړ ولايت کې د ٥١١٣ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

دوشنبه، ۲۶ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٩٩٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS