بلخ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نږدې ۶۰ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۱
bl

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف اړوند د بېلابېلو ناحیو له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره ۵۹.۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۲ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۷ کیلو نخود، ۸ کیلو مکروني، ۲ کیلو د رومیانو رُب، ۱ کیلو شین چای او ۲ کیلو مالګه په کې شامله وه.
د دې مرستې په ترلاسه کولو به د یادو کورنیو ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره شي.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت په خپل ټول توان هڅه کوي، څو له اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

زابل؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

سې شنبه، ۲۳ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۶۲۴ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS