په کابل کې ۴۷۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۳۲
په کابل کې ۴۷۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۱ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په کابل کې د مرکز اړوند بېلابېلو ناحیو او د پغمان ولسوالۍ له ۴۷۰ اړمنو، بې‌ وزلو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته درې بستې ورکړل شوې، چې پکې د ماشومانو، نارینه وو او ښځو جامې، بنیانونه، دستکشې، جرابې، څادرونه، بوټان او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل وو.
افغاني سره میاشت د خپلو بنسټیزو اصولو په رڼا کې د اړمنو او راستنو شوو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي او کاري لومړیتوب ګڼي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۵۳
Background image

جوزجان کې د افغاني سرې میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي فارغ شول

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د جوزجان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳ زده کوونکي د اسلامي زده کړو، انګلیسي او دري ژبو، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کندز: افغاني سرې میاشتې د شمال ختیځ زون په انګړ کې ۳۰۰ ونې کېنولې

پنجشنبه، ۲۳ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون ریاست په انګړ کې ۳۰۰ اصله مېوه لرونکې او غیر مېوه لرونکې ونې کېنولې.
دغه ونې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ٢٣ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣١٤٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS