بلخ؛ ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته بشري مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۲۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې عمومي رئیس د يو پلاوي په ملتيا بلخ ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د کشنده ولسوالۍ کې ٦٠٠ زلزله ځپلو کورنيو ته د خوراکي، غير خوراکي توکو او نغدو پيسو مرسته ووېشله.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې وويل: افغاني سرې میاشتې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې ۴۰۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده او هڅه کوي، څو زيانمنو کورنيو ته ورته بشري مرستې لا زياتې کړي. نوموړي له نړیوالو خیریه بنسټونو هم مننه وکړه چې د وروستۍ زلزلې له امله د زيانمنو کورنيو د لاسنيوي برخه کې يې افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړ.
ورپسې د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نور الهادي ابو ادریس په خپلو خبرو د افغاني سرې میاشتې له بشرپاله فعالیتونو قدرداني وکړه او د یادې ټولنې د دوامدارو مرستو ستاینه یې وکړه.
په مرسته کې پر ۳۵۰ کورنیو درې میلیونه او شپږ سوه پنځه اویا زره (۳،۶۷۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
همدارنګه پر پاتې ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو څلور قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، پنځه کمپلې، یو د پخلنځي توکو سیټ او ۱۶ کیلو خُرما ورکړل شوه.
د مرستې موخه د زلزله ځپلو کورنيو د بیړنیو اړتیاوو پوره کول او هغوی ته د ژوند د اسانتیاوو برابرول وه.
