هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۴
خبر

هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې مرستون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو!

هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د مرستون ودانۍ، چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري یې د بیارغونې چارې پیل شوې وې، نن چهارشنبه د رجب د میاشتې پر ۷مه، ددې خیریه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د هرات د والي ښاغلي شيخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیال ښاغلي محمد شکرو، یاد ولایت کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسئول ښاغلي سنان الهان ، د لویدیځ سیمه ییز زون او نمایندګۍ د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په یاد مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې دغه مرستون د بې سرپرسته مېرمنو او ماشومانو د لاسنیوي او د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې برخه کې یو مهم او اغیزمن مرکز وباله او د پالنې په یاد مرکز کې یې مشمولینو ته د هر ډول اسانتياوو د برابرولو ژمنه وکړه.
ورپسې د ترکیې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال غونډې ته په خپله وینا کې د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او زیاته یې کړه چې د اړیکو د پیاوړتیا او ځواکمنتیا برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او راتلونکي کې یې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.
دا راز د هرات والي هم غونډې ته وینا وکړه، نوموړي افغاني سره میاشت د خدماتو په ترسره کولو کې یو فعاله، ناپلوې او خپلواکه خیریه ملي ټولنه وبلله او د ترکیې سرې میاشتې څخه یې مننه وکړه، چې تل یې د طبیعي او غیر طبيعي پېښو پر مهال افغاني سرې میاشتې ته د مرستې لاس ورکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې یادو مراسمو کې هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسئول هم په خپلو خبرو کې له افغاني سرې میاشتې د ملاتړ او همکاريو د دوام ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS