دافغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست ریس ښاغلي شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د ډنمارک دسره صلیب له مشر سره تعارفي لیدنه وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۰:۱۶
خبر

نن یکشنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په خپل کاري دفتر کې د ډنمارک د سره صلیب د پروګرامونو له مسئول ښاغلي احمد ولي او ګډ پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه.

د ناستې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د دوی له همېشنیو همکاریو مننه وکړه او له اړمنو سره په ستونزمنو او کړکېچنو حالاتو کې یې د دوی لازمې او هر اړخیزې همکارۍ وستایلې.

نوموړي زیاته کړه "ملي ټولنې د یوه هدف لپاره کار کوي او چېرته چې اړمن وي، د هغوى د لاسنيوي لپاره بايد د همکارۍ لپاره یو بل ته لاس ورکړي.

ورپسې د ډنمارک د سره صلیب د پروګرامونو مسئول په افغانستان کې د مختلفو پروګرامونو لکه; روغتیایي، امرار معیشت، حرفوي زده کړو او پېښځپلو ته د رسېدنې په برخه کې په تفصیلي بڼه خپل معلومات شریک کړل او له افغاني سرې میاشتې سره يې د لا ډېرو همکاريو او ګډو هڅو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS