د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس له يو تن ملي سوداګر سره معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په موخه وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۳۶
د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس له يو تن ملي سوداګر سره معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په موخه وکتل

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې له ملي سوداګر ښاغلي نجیب الله تلاش او د سېلاب خیریه بنسټ له مشر سید احمد سېلاب سره اړمنو، راستنېدونکو کډوالو او معلولینو ته د مرستو  برابرولو په موخه وکتل.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د اړمنو، پېښځپلو او معلولینو ستونزو ته رسېدنه د هر مسلمان ديني او ایماني مسئولیت وباله او غوښتنه یې وکړه، چې ملي سوداګر باید د بې وسه هېوادوالو په لاسنیوي او مرسته کې پوره همکاري وکړي.

دغه راز ملي سوداګر ښاغلي نجیب الله تلاش اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو چمتو کولو ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې نږدې راتلونکي کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې پر اړمنو، راستنو شویو کډوالو او معلولینو  مرسته و وېشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۵۳
Background image

پروان ولایت کې ٢٢٤ تنه زده کوونکو ته زده کړې ورکړل شوي دي

چهار شنبه، ٦ محرم الحرام ۱۴۴٧
 د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د پروان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٢٢٤ تنه زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۴۷
Background image

نیمروز؛ له ایران څخه سلګونو راستانه شوو کډوالو ته خواړه او روغتیایي خدمتونه وړاندې شول

چهارشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري نیمروز کې له ایران څخه پر راستانه شوو کډوالو ۷۰۰ خوراکه پاخه خواړه او د څښاک اوبه ووېشل شوې.

همدا راز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۲۰:۵۸
Background image

هرات اسلام قلعه؛ له ایران څخه راستنو شویو کډوالو ته پخو خوړو ترڅنګ روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په لارښوونه د هرات ولايت اسلام قلعه بندر کې د ځانګړي پلاوي، ځايي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې له ايران څخه راستانه شوو زرګونو. . .

BACK TO NEWS