المان هېواد نه ۲۰ تنه په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو پر ناروغۍ اخته ماشومان تر رغېدو وروسته هېواد ته راستانه شول!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۱:۳۵
خبر

المان هېواد نه ۲۰ تنه په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو پر ناروغۍ اخته ماشومان تر رغېدو وروسته هېواد ته راستانه شول!

نن جمعه د شوال د میاشتې پر ۶مه، د افغاني سرې مياشتې له لوري المان هېواد ته ۲۰ تنه په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي استول شوي ماشومان د بشپړې سلامتيا او روغتيا له ترلاسه کولو وروسته هېواد ته راستانه او خپلو کورنيو ته وسپارل شول. 
د يادونې وړ ده چې، افغاني سره میاشت د المان د سولې کلي له خیریه بنسټ سره د شوي هوکړه لیک له مخې هر کال ۲ ځل په اور سخت سوځېدلي او د مېکروبي هډوکو ناروغۍ لرونکي ماشومان، چې عمرونه یې له یوه کال څخه تر ۱۱ کلونو پورې وي، المان هېواد ته د درملنې په موخه لېږي او د بشپړې درملنې وروسته بېرته هېواد ته راګرځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۲۲
Background image

عمومي رئیس د اغاخان بنسټ له استازو سره وکتل

سې شنبه، ۱۱ جمادي الاخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د اغاخان بنسټ د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان کې پر ۲۵۰ راستنو شوو کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت، بګرام ولسوالۍ ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۲۵۰ کډوالو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

BACK TO NEWS