افغاني سرې میاشتې په باغران ولسوالۍ کې ۳۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشله!
د بشري مرستو په لړۍ کې نن جمعه د صفرى په ۲۷مه افغاني سرې میاشتې د دوست ترکیې هیواد د (IHH) خیریه بنسټ له لوري چمتو شوي خوراکي توکې، د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې۳۰۰ بیوزله، سېلاب ځپلو او بې سرپرسته کورنیو ته په شفاف او منظم ډول ووېشله، چې پکښې لاندې خوراکي توکې شامل وو: ۱۰۰ سل کیلو اوړه، ۱۰ لیتره غوړی، ۸ کیلو لوبیا، ۵ .۲۴ کیلو وريژی، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو شین چای، ۵ کیلو بوره او يو پاکت بیسکټ.