ارزګان کې افغاني سرې میاشتې ۲۰ تنه رضاکارانو ته د ساري ناروغیو د کنټرول په موخه روزنه ورکړه!
د افغاني سرې میاشتې د روغتیا د څانګې د کارکوونکو له لوري ۲۰ تنه رضاکارانو او د سیمې یو شمیر ځایي اوسېدونکو ته په مرکز ترینکوټ کې د ساري ناروغیو د کنټرول او عامه پوهاوي په موخه درې ورځنۍ روزنه ورکړل شوه.