کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال او د بریتانیا سره صلیب مسؤول د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

arcs_website_admin
Mon, Jun 22 2026 3:36 PM
K

دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا سره صلیب له مسؤول ښاغلي جیرمي سمېت سره د بشري همکاریو د پراختیا او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي حافظ عزیزالرحمن له افغاني سرې میاشتې سره د بریتانیا سره صلیب د دوامدارو بشري مرستو مننه وکړه او وې ویل، چې افغاني سره میاشت په خپلو مرستونونو کې مېشتو بې‌سرپرستو مېرمنو او ماشومانو ته د درېیو کلونو لپاره د مناسب استوګنځي، پخو خوړو او حرفوي زده کړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له مرستونونو بهر بې ‌سرپرستو مېرمنو او ماشومانو ته هم د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه نغدي مرستې، خوراکي توکي او حرفوي زده کړې وړاندې کېږي. هغه د مرستونونو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د بریتانیا سره صلیب د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې ښاغلي جیرمي سمېت د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی په دوامداره توګه د دې ټولنې له بشري خدمتونو او فعالیتونو څخه لیدنه کوي.

نوموړي په ځانګړي ډول د کونړ زلزله ځپلو ته د افغاني سرې میاشتې پر وخت، اغېزمن او اړین خدمتونه د دې ادارې له مهمو او بریالیو فعالیتونو څخه وبلل او د بېړنیو حالاتو پر مهال یې د دې ټولنې د چټک او اغېزمن غبرګون ستاینه وکړه.

ښاغلي سمېت زیاته کړه، چې د بریتانیا سره صلیب به د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو، د سوري زړه ناروغانو د درملنې، د بېړنیو پېښو پر مهال د لازمو مرستو د برابرولو او بشري ډیپلوماسۍ په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه د بې‌سرپرستو مېرمنو لپاره د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو یادونه هم وکړه او دا ډول پروګرامونه یې د هغوی د ځان‌بسیاینې لپاره مهم وبلل.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې او بریتانیا سره صلیب ترمنځ د پنځه کلن هوکړه‌لیک له مخې به له دې ادارې سره خپلو بشري همکاریو ته دوام ورکړي او لا به یې پراخې کړي.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 7:20 PM
Background image

Kabul: Training Workshop Held on Disaster Preparedness

Monday, June 22, 2026

 

A one-day training workshop on disaster preparedness and risk reduction was held at the central headquarters of the ARCS for the heads of the Disaster. . .

Mon, Jun 22 2026 3:39 PM
Background image

Kabul: ARCS Vice President and British Red Cross Official Discuss Expanding Cooperation

Monday, June 22, 2026

 

Hafiz Azizur Rahman, Vice President of the ARCS, met with Mr. Jeremy Smith, the British Red Cross Country Director for Afghanistan and Pakistan, at his office. . .

Sun, Jun 21 2026 2:14 PM
Background image

Kabul: Two-Day Crisis Management Training Workshop Launched

Sunday, June 21, 2026

 

A two-day training workshop on crisis management has begun for staff from various departments of the ARCS central headquarters, as well as regional zone. . .

BACK TO NEWS