زابل؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي
سې شنبه، ۲۳ ذوالقعده ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۶۲۴ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ۶۶۷۳ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
