خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

arcs_website_admin
Sun, May 24 2026 4:59 PM
خوست

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته یوه خېمه، ۲ ترپالونه، ۲ سطلونه، ۱ د اوبو تشت، ۱ د روغتیا ساتنې بسته، ۱ لمریز څراغ، ۱ د اوبو بوشکه او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شول.

تمه ده، چې یاد توکي به د دغو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو او د ژوند د ستونزو په راکمولو کې اغېزمن تمام شي.

افغاني سره میاشت د بېړنیو او غیر خوراکي مرستو له لارې هڅه کوي د زیانمنو کورنیو د سرپناه او ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې رغنده رول ولوبوي.

Latest news

Sun, May 24 2026 5:23 PM
Background image

Khost: 131 Internally Displaced Families Receive Non-Food Assistance

Sunday, May 24, 2026

 

The ARCS distributed non-food assistance to 131 internally displaced families in Gurbaz District of Khost Province.

This assistance was provided by the ICRC,. . .

Sun, May 24 2026 2:18 PM
Background image

Safe Drinking Water Assistance Provided to 600 Internally Displaced Families in Paktia

Sunday, May 24, 2026

 

The ARCS distributed 3,600 packages of safe drinking water to 600 internally displaced families in Zazi Aryob District of Paktia Province.

The assistance was. . .

Sun, May 24 2026 1:49 PM
Background image

Kabul: Written Exam Held for Two Engineering Positions at ARCS

Sunday, May 24, 2026

 

A written exam was conducted at the central headquarters of the ARCS for candidates applying for two positions (Building Design Engineer and Survey and Mapping. . .

BACK TO NEWS