د روژې مرستې؛ ننګرهار کې ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته د ۳.۲ ټنه خُرما ورکړل شوه
شنبه، ۱۸ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په ننګرهار ولایت کې ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره ۳.۲ ټنه خُرما مرسته وکړه.
دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۸ کیلو خرما ورکړل شوه.
د دې مرستې اساسي موخه په روژه کې د اړمنو کورنیو ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کول وو.
افغاني سره میاشت هڅه کوي چې د هر اړخیزو بشري مرستو لړۍ په دوامداره توګه وساتي او د اړمنو کورنیو په ژوند کې آسانتیاوې رامنځته کړي.
