کونړ؛ ۳۲۲ زلزله ځپلې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې
سې شنبه، ۱۵ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د زلزله ځپلو په پنډغالي کې د بشري لاسنیوي په موخه له ۳۲۲ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۱ د روغتیا ساتنې بسته ورکړل شوه، څو د يادو کورنيو لومړنۍ اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.
څو ورځې وړاندې هم د یاد ولایت، د نورګل ولسوالۍ د زلزله ځپلو په پنډغالي کې پر ۱۵۸ کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره خپلې بشري مرستې په دوامداره توګه تنظیم او پلې کوي.
